تبلیغات
حقوق او فلسفه - دامام اعظم صاحب دمذهب مقبولیت

دامام اعظم صاحب دمذهب مقبولیت

نویسنده : ذبیح الله وردګ دوشنبه 1391/03/8 06:41  •   

دامام اعظم صاحب دمذهب مقبولیت

داچې د انسانانو اجتماع او یو ځاى والى اړین او ضروری دى، او حکماؤ هغه داسى تعبیر کړى ده چې انسان مدنی الطبع ده یعنى هرو مرو باید ټولنه او اجتماع تشکیل کړی چې د دوی په اصطلاح هغی ته مدنیت ویل کیږى.

لوى خداى (ج) انسان په داسى شان پیداکړئ چې ژوند او بقا ئى له غذا او د ژوند له نورو ضروریاتو پرته ناشونى ده او د هغه لاس ته راوړنه او حصول له اجتماع څخه پرته د یوکس له وس او توان نه دباندی ده- نو لدى کبله د بشر لپاره ټولنیز ژوند له ضروریاتو څخه دى او همدا شان هغه شى باید زده او لاس ته راوړى کوم چې د اجتماع سره لازم دى چې د هغه په واسطه د افرادو په مینځ کښى اړیکى داسى قائمى وى چې د هغوى اجتماع د دوى د مصالحو په خدمت کى واقع شى چې هغه له سیاست او مشرتوب څخه عبارت ده چې مشرتابه وکولاى شى د صالح سیاست په توسط د ټولنى د افرادو د ژوند ټول اړخونه منظم او منسجم کړى.
څرنګه چې سیاست د ټولنى او اجتماع له ضرورى لوازمو څخه دى، او په اوسنى عصر کى سیاست د حکامو او جابرانو د حیف او میل مورد ګرځیدلى او د خپلو ارزوګانو او خواهشاتو سره سم هغه استعمالوى نو دا ضرورى ده چې د سیاست تعریف وشى تر څو د هغه مردود او مقبول ډولونه سره جدا شى.
دسیاست تعریف د پوهانو له نظره
سیاست د ساس یسوس مصدر دى چې د هغه معنى اصلاح کول، او بهترول دى، چې د لغوى معنى په اساس د ریاست، حکومت په معنى او د هیواد د کارونو او طرزالعمل دپاره استعمالیږ‌ى ځکه چې د ریاست او حکومت موخه او مرام د خلکو اصلاح او سوکالى ده، د صراح اللغات په کتاب کښى ئى د سیاست معنى رعایت پالنه راوړى، او همدا شان په [منتهى الارب جلد ١-٢ ص ٥٩٥] کى راوړل شوى دی، سیاست (رعایة امور الرعیة، ادارة الدولة السیاسة) سیاست مدار (الرجل الخبیر بامور السیاسة الشخص العالم البصیر بامور دولة والرعیة) [قاموس الفارسیة ص ٣٩٤]
ترجمه:- سیاست د رعیت د امورو له مراعات او د دولت له ادارکولو څخه عبارت دى.
سیاست مدار:- له هغه شخص نه عبارت دى، چې د سیاست، دولت او رعیت په امورو او چارو باندى عالم او پوهوی، السیاسة: استصلاح الخلق بارشادهم الطریق المنجی فی العاجل او الاجل- فمنها الحکم وادارة اعمال الدولة الداخلیة والخارجیة ومنها السیاسة الداخلیة والسیاسة الخارجیة (السیاسة المدنیة، تدبیر المعاش مع العموم على سنن العدل والاستقامة ) [المنجد ص ٣٦٢]
ترجمه: سیاست دخلکو په رهنمائى ددوى دا صلاح غوښتلو ته ویل کیږى پداسى طریقى چی په هغی سره دوی په موجوده وخت او راتلونکى کى نجات کامیابى او سوکالى تر لاسه کړى، یا په بل عبارت سره سیاست د دولت د داخلى او خارجی اعمالو اداره کولو او د حکمروائى علم او فن ته ویل کیږ‌ى، چې د همدى ملحوظ له مخه سیاست په دوه برخو ویشل کیږ‌ى چې یو ئى د حکومت کورنۍ سیاست دى او بل ئى باندنى سیاست دى. اما د مدنى سیاست:څه دا شان تعریف شوى دى، چې د ټولنى د ټولو وګړو د معاش تدبیر د عدل او استقامت په طریقى سره کولو ته مدنی سیاست وایی، فرهنګ عمید په دوهم جلد ص ١٤٩٣ کى دسیاست داشان تعریف کړى دى، سیاست : د هیواد د چارو اداره کول، د هیواد د داخلى او خارجى امورو اداره کول، د خلکو اصلاح او رعیت پالنى ته ویل کیږ‌ى.
سیاست کول:- مجازات کول، تنبیه کول، سیاست مدار: څوک چې په سیاست او د هیواد او مملکت دارى په امورو کې پوهه، مهارت او تجربه ولرى.
مدنى سیاست! د خلکو په مصا لحو علم، د چارو اداره کول، خلکو ته د ترقى او امنیت د اسبابو برابرول چې په یو هیواد یا ښار کى اوسیږ‌ى. [فرهنګ عمید، جلد ٢ ص ١٤٩٣]
ابو الوفا ابن عقیل د سیاست په هکله لیکلې دی (السیاسة ما کان من الافعال بحیث یکون الناس معه اقرب الى الصلاح وابعد من الفساد)
ترجمه: سیاست له هغو افعالو څخه عبارت دى چې د هغو په واسطه خلک صلاح او مصلحت ته نزدى او له فساد څخه لرى کیږ‌ى، له پورتنیو تعریفونو څخه څرګندیږ‌ى چې سیاست قانون او د ټولنى د اصلاح کولو ذریعه ده تر څو د صالحه سیاست په رڼا کښى د ټولنى افراد په مصؤن ډول بى له کوم خطر او تشویش نه ژوند وکړى، د هغوى ټول مشروع او حقه حقونه محفوظ وى، دا په هغه وخت کى ممکن دى چې سیاست واقعاً د ټولنى د اصلاح په خدمت کى وی او د کومى ځانګړى طبقى په نفع استعمال نشى، او که چیرته له خپل سم او صحیح تګ لارى او روش څخه منحرف شى نو بیا خپل حیثیت له لاسه ورکوى او د ظالمانه سیاست په نوم یادیږ‌ى.

انترنیتی سرچینه

 



آخرین ویرایش: دوشنبه 1391/03/8 21:53

دوشنبه 1396/09/13 18:04
پست بزرگی ارسال چنین نوع اطلاعاتی را در سایت خود نگه دارید.
من واقعا تحت تاثیر وبلاگ شما قرار گرفتم
سلام، شما یک کار عالی انجام داده اید. من مطمئنا آن را می بینم
و به نظر من توصیه به دوستان من. من مطمئن هستم
آنها از این سایت سود خواهند برد.
چهارشنبه 1396/08/10 19:14
سلام! آیا من فکر می کنم اگر من وبلاگ خود را با گروه zynga خود به اشتراک بگذارم؟
بسیاری از مردمی وجود دارند که فکر می کنم محتوای شما واقعا محترم شمرده می شود.
لطفا اجازه دهید من را بشناسم خیلی ممنون
دوشنبه 1396/05/9 22:34
When I initially commented I appear to have clicked
on the -Notify me when new comments are added-
checkbox and now whenever a comment is added I get four emails with the
exact same comment. Is there a way you are able to
remove me from that service? Thank you!
یکشنبه 1396/02/24 23:43
Hi, Neat post. There is a problem along with your web site
in web explorer, may check this? IE still is the marketplace chief and a big component of folks will pass over your magnificent writing
because of this problem.
جمعه 1396/02/22 17:18
I think the admin of this site is genuinely working hard in favor of his site, because here every
material is quality based information.
 
لبخندناراحتچشمک
نیشخندبغلسوال
قلبخجالتزبان
ماچتعجبعصبانی
عینکشیطانگریه
خندهقهقههخداحافظ
سبزقهرهورا
دستگلتفکر