تبلیغات
حقوق او فلسفه - دحقوقو معنااومفهوم

دحقوقو معنااومفهوم

نویسنده : ذبیح الله وردګ سه شنبه 1391/03/9 23:38  •   

بسم الله الرحمن الرحیم

دحقوقو معنااومفهوم

حقوق جمع دحق ده اوحق په لغت کې په لاندې معناو سره راغلی دی.

حق دبرخې، رښتیا، عدالت، دباطل ضد، ظهور، ملکیت، صحیح، واقعیت، قدرت، وړتیا، ټکس، مالیۍ، محصول، نیکۍ، څرګندولو، ثابتولواوهمدارنګه دلوی خدای تعالی له نومونو څخه یونوم دی.

په لغوی لحاظ حقوقو ته دواحدې معنا نه شتون ددې سبب شوی چې په اصطلاحی ډول هم کوم واحد تعریف ونه لری.

حقوق دفرپه اعتبارپه دوو برخوویشل شوی دی.

الف: عندی حقوق: عندی حقوق هغه قدرت اوصلاحیت دی چې یوفرد یې دبل فردپه مقابل کې اویایوشی یې دبل شی په مقابل کې لری.

که چیرې دااقتدار دشخص په مقابل کې وی هغې ته عینی عندی حقوق ویل کیږی لکه دابوت اوبنوت حق چې دلته دپلاراقتداردی دزوی په مقابل کې اوکه چیرې دا قدرت د یوشی په مقابل کې وی هغه ته عینی حق ویل کیږی لکه دملکیت حق دبیان دازادۍ حق.

دعندی حقوقو په اړه څومهم ټکی:

ü   په عندی حقوقو کې حق همیشه دقدرت اوصلاحیت په معنا کارول کیږی اوهیځکه هم داصلواوقواعدو معنانه ورکوی.

ü   عندی حقوق تل په فردپورې تړاو لری اوله ټولنې سره کومه اړیکه نه لری لکه: زه حق لرم چې دبیان ازادی ولرم یا زه غواړم چې ژوند وکړم چې دله ټولنې سره کوم تړاو نلری.

افاقی حقوق: دهغه قواعدو اومقرراتومجموعه ده چې دټولنې لخواوضع کیږی اوتطبیق یې دټولنې په افرادوالزامی (له الزام سره تړلی) وی.

افاقی حقوق په ټولنه کې دنظم اوعدالت دتامین په منظورتطبیقیږی اودانسانانو دژوندمختلف اړخونه په ملی اونړیواله سطحه ددولتونودذی دخل والی اونه ذی دخل والی په صورت کې ترځیړنې لاندې نیسی.

دافاقی حقوقوپه تړاومهمه نقطه:

ü   په افاقی حقوقوکې حق همیشه د حق دقواعدواومقرراتوپه معناکارول کیږی نه دصلاحیت اوقدرت په معنا.

دعندی اوافاقی حقوقو ترمنځ توپیرونه:

ü   په عندی حقوقوکې حق همیشه دقدرت اوصلاحیت په معناکارول کیږی په داسې حال کې چې په افاقی حقوقوکې داصولواوقواعدوپه معنا ورکوی.

ü   عندی حقوق په فردپورې تړاولری اوافاقی حقوق په ټولنه پورې تړلی دی.

ü   دافاقی حقوقوقواعددټولنې دګټولپاره وضع کیږی ولی عندی حقوق دفرددمصالحودتحقق دنده په غاړه لری.

دعندی اوافاقی حقوقوترمنځ دارجحیت څیړنه:

په دې اړوند درې نظریې موجودې دی.

لومړۍ نظریه: عندی حقوق له افاقی حقوقو څخه بهتره دی داځکه چې عندی حقوق نظرافاقی حقوقو ته تاریخی قدامت لری اودانسان له پیدایښت سره سم پیداشویدی، افاقی حقوق داڅرګندوی چی په څه ډول عندی حقوق وکارول شی اوهمداافاقی حقوق دی چې موږته دعندی حقوقودترلاسه کولوتضمین کوی اوکه عندی حقوق نه وای نو افاقی حقوق به هیڅکله هم نه وه رامنځ ته شوی پس له دې څخه څرګندیږی چې افاقی حقوق دعندی حقوقودساتنې لپاره رامنځ ته شوی چې داپخپله دعندی حقوقودبهتروالی دلیل دی یعنی افاقی حقوق خادم اوعندی حقوق مخدوم دی.

دوهمه نظریه: افاقی حقوق مهم دی. داڅکه چې افاقی حقوق نظرعندی حقوقوته مهم اومرجح دی دعندی حقوقودکارونې لاراوشکل راپه ګوته کوی دبیلګې په توګه دملکیت درلودل یو عندی حق دی خوکه په دغه حق تیری وشی نوافاقی حقوق دی چې بیرته شخص ته خپل حق ادا کوی نوکه افاقی حقوق نه وای عندی حقوق به بی معنا څکه دتجاوزپه صورت کې به دهغه دترلاسه کیدوتضمین نه وای پس دا خبره داثابتوی چې افاقی حقوق نظرعندی حقوقوته مهم اومرجح دی.

دریمه نظریه: عندی اوافاقی حقوق یوله بل سره لازم اوملزوم دی، که عندی حقوق نه وای نوافاقی حقوقوته اړتیانه وه اوکه افاقی حقوق نه وای نو دعندی حقوقونه به داستعفادې امکان نه وای، ددې نظریې په اساس دیوې ټولنې دبقااوپرمختګ لپاره ددواړه ډوله حقوقوموجودیت ضروری دی چې ددې نظریې استلال منطقی اودمنلووړدی.

مبادی حقوق

دمبادی حقوق تقریف: مبادی حقوق له دوو کلموڅخه ترکیب شوی چې یویې (مبادی) اوبل یې (حقوق) دی، مبادی داساس اوبنسټ په معنادی اوحقوق دعندی اوافاقی حقوقومفاهیم رانغاړی چې مخکې بیان شوی دی.

مبادی حقوق هغه علم دی چې دحقوقوله اساساتوڅخه بحث کوی اوددې علم اړیکې له نوروعلوموسره څیړی.

مبادی حقوقو دعلم اهمیت:

ü   مبادی حقوق دحقوقودعلم له اساساتوڅخه بحث کوی نوددې علم په مطالعې سره دنوروحقوقې مضامینومطالعه اسانه کیږی.

ü   مبادی حقوق موږته دحقوقوپه اړه هراړخیزه اومجموعی معلومات راکوی.

دحقوقی قواعدواهداف

لومړی هدف: دثبات تنګښت: دحقوقی قواعدولومړی هدف په ټولنه کې دثبات ټنګښت دی په دې معناچې په ټولنه کې معاملات باید له ثبات اوتداوم څخه برخمن وی اونه باید چې په ټولنه کې هرڅوک څه وغواړی ترسره یې کړی.

دحقوقوپه ټولورشتوکې دغه هدف څرګند دی مثلا په خصوصی حقوقوکې دعقدونوپه نظام کې ثبات پدې معناکه یوقرارداد په سم اوصحیح ډول منعقد شی هغه باید له ثبات څخه برخمن وی اوله متعاقدینوڅخه کوم یوه ته باید اجازه ورنه کړل شی چې دهغه له تعهداتوڅخه سرغړونه وکړی.

دوهم هدف:د امنیت تامین: دحقوقی قواعدو دوهم هدف په ټولنه کې دامنیت دهرډول امنیت تامین دی په دې معناچې حقوقی قواعدپه یوه ټولنه کې دامنیت دټنګښت لپاره وضع کیږی ترڅوټولنه دګډوډۍ څخه خلاصه شی.

دریم هدف: دعدالت استقرار: دحقوقی قواعدودریم هدف دعدالت تامین دی په دې معنا حقوقی قواعد په یوه ټولنه کې ددې لپاره وضع کیږی ترڅوعدالت تامین شی اوکه څوک دچاپرحق تیری وکړی له هغه سره باید له عدالت څخه کارواخیستل شی.

دافاقی حقوقوخواص:

نوربیا



آخرین ویرایش: - -

شنبه 1398/05/12 11:47
I used to be able to find good information from your blog posts.
شنبه 1398/01/31 01:36
日本最大級のルイ?ヴィトンスーパーコピー N級品通販サイト即日出荷のブランドコピー バッグ販売専門ショップ!レアなこちらのお色は出会った時が買い時です!
شنبه 1398/01/31 01:36
日本最大級人気スーパーコピーブランド時計、バッグ、財布(N品)激安
شنبه 1398/01/31 01:36
日本ロレックススーパーコピー専門店。NOOBスーパーコピー時計老舗、レプリカ時計高い品質、送料無料【10%OFF】。
شنبه 1398/01/31 01:35
弊社は海外安心と信頼5年間以上のブランドコピー可能代引き 実績を持っている信用できるブランドスーパーコピー店!
چهارشنبه 1398/01/28 03:19
ブランドスーパーコピー メンズ 靴,ブランド コピー 靴偽物 ,激安メンズ靴専門店mfnawg
پنجشنبه 1396/10/28 05:43
Hi, i think that i saw you visited my blog thus i came to “return the favor”.I'm
trying to find things to improve my web site!I suppose its ok to use some of your ideas!!
 
لبخندناراحتچشمک
نیشخندبغلسوال
قلبخجالتزبان
ماچتعجبعصبانی
عینکشیطانگریه
خندهقهقههخداحافظ
سبزقهرهورا
دستگلتفکر